وزیراعظم شهباز شریف او د هغه ځوی وزیراعلی پنجاب حمزه شهباز عدالت ته وړاندې شوي

0
201

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف او د هغه ځوی او د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز د مني لانډرنګ کيس د اوریدنې په مهال عدالت ته وړاندې شول۔

د شهباز شريف او حمزه شهباز په ضد د مني لانډرنګ د مقدمې اورېدنه د لاهور خصوصي عدالت سنټرل کې کېږي چې پکې دواړه شخصيتونه عدالت ته حاضر شوي دي.
په دې موقع سخت امنيتي انتظامات شوي او عام سيلانيان د محکمې له احاطې څخه ايستل شوي دي.

د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز وکيل امجد پرويز د عبوري ضمانت منظورۍ لپاره دلائل ورکوي.
د یادونې ده چې د پخواني حکومت مشران او وزیران د پی ډي ایم په دې اتحادي حکومت سختې نیوکې کوي او وایی چې به دوی کښې د ډیرو وزیرانو په ضد په عدالتونو کښې کیسونه روان دي او دوی په ملک کښې د کرپشن په شان په ناوړه چارو کښې ککړي دي.

Leave a reply