د ملک معیشت قوي کولو لپاره د یو اپریدي جج لویه پریکړه او اعلان

0
98

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سپریم کورټ یو جج يحييٰ اپريدي ډيره یو لویه او د ملک په ګټه کښې یو لوی اعلان او پریکړه اعلان کړې دې.
هغه په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د هغه د تنخوا نه علاوه د هيڅ قسمه اضافي روپو نه اخستلو فيصله ی کړي ده.
په ټویټ کښې هغه وایی چې زه، د یو قاضي په توګه، د ټولو امتیازاتو د نه اخستلو اعلان کوم. د معاش پرته بل هیڅ کوم اضافي اسانتیا نه غواړم ، هغه وایی چې اوس ملت باید متحد شي.
د یادونې ده چې د قاضي یحیی اپریدی دا پریکړه په داسې وخت کښې راغلې چې په ملک کښې سخت اقتصادي بحران راغلې دې، پیټرولیم مصنوعات فی لیټر نرخ د ۲۰۰ روپو څخه زیات شوې دې.
وزیراعظم شهباز شریف، سندهه وزیراعلی او د خیبر پښتونخوا حکومت هم د سرکاري افسرانو د سرکاري افسرانو د تیلو لګښت را کم کړې دې.
ځایی اولس او مشران د قاضي یحیی اپریدي د اضافي مراعاتو نه اخستلو فیصلې ستاینه کړې ده.

Leave a reply