د اوکراین جګړه؛ سل ورځې پوره شوې، ورانۍ تر اټکل لوړې دي
د اوکراین جګړه؛ سل ورځې پوره شوې، ورانۍ تر اټکل لوړې دي
بلخوا نړیوالې رسنۍ وایي چې په لنډ مهال کې د اوکراین جګړې د ختمېدو څرک نه لګي او ښايي دا ورانۍ او ویجاړۍ تر دې هم ډېرې شي. روسیې هم ویلي چې دوی د پرمختګ په حال کې دي او خپلې موخې به تعقیبوي.
(2022 / 6 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په اوکراین کې د جګړې سل ورځې پوره شوې خو لا یې هم د پای څرک نه ښکاري.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په اوکراین کې د جګړې سل ورځې پوره شوې او ورانۍ تر اټکل خورا لوړې دي.
دغه اداره وایي په تېرو سلو ورځو کې په اوکراین کې سترې خونړۍ پېښې شوې دي او دغه هېواد په بې رحمانه توګه ویجاړ شوی دی.
بلخوا نړیوالې رسنۍ وایي چې په لنډ مهال کې د اوکراین جګړې د ختمېدو څرک نه لګي او ښايي دا ورانۍ او ویجاړۍ تر دې هم ډېرې شي. روسیې هم ویلي چې دوی د پرمختګ په حال کې دي او خپلې موخې به تعقیبوي.