افغان کډوال وایي چې امریکایي نظامي اډو کې بې برخلیکه پراته یو

0
91

افغان کډوال وایي چې امریکایي نظامي اډو کې بې برخلیکه پراته یو

د راپورونو له مخې د تخلیې ماموریت کې یو شمېر بېول شوي افغانان د امریکا په ځينو نظامي اډو کې دي چې تر دې دمه امریکا ته نه دي لېږدولی شوي.

 

(2022 / 6 / 4   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ځينو امریکايي نظامي اډو کې لا هم یو شمېر افغانان بې برخلیکه دي.

د راپورونو له مخې د تخلیې ماموریت کې یو شمېر بېول شوي افغانان د امریکا په ځينو نظامي اډو کې دي چې تر دې دمه امریکا ته نه دي لېږدولی شوي.

د امریکا د ملي امنیت ادارې ویاند ویلي چې په دې کې ځينې کسان په امنیتي مرکو کې ناکام شوي دي نو دوی یې د بېولو په اړه اندېښنه لري.

امریکایي ادارې وایي چې یو شمېر دغه افغانان په بالکان نظامي کېمپ کې دي چې له نهوو میاشتو راهیسې په دغه نظامي کمپ کې ساتل کېږي.

افغان کډوال بیا وایي چې دوی په دې ګرمه هوا کې له میاشتو راهیسې تر خیمو لاندې ژوند کوي او له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

Leave a reply