د امنیتي وضعیتي پۀ اړه افغان حکومت د امنیت شورا راپور رد کړ
د امنیتي وضعیتي پۀ اړه افغان حکومت د امنیت شورا راپور رد کړ
هغه وایي لا هم دوی د ګواښونو د ختمولو لپاره په ځینو سیمو کې عملیات کوي. مجاهد مقاومت جبه هم جدي ګواښ نه بولي او وایي دا تر ټولنیزو رسنیو محدوده ده او د حکومت چارو ته زیان نه شي رسولی.
(2022 / 6 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور رد کړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان اوسنی حکومت د مقاومت جبهې او داعش له ګواښ سره مخ دی، خو افغان حکومت دغه ادعا بې بنسټه بولي.
د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په لومړیو کې د ځینو ترهګرو ډلو ګواښ و، خو دوی یې پر وړاندې مبارزه کړې ده او حضور یې صفر ته راښکته شوی دی.
هغه وایي لا هم دوی د ګواښونو د ختمولو لپاره په ځینو سیمو کې عملیات کوي. مجاهد مقاومت جبه هم جدي ګواښ نه بولي او وایي دا تر ټولنیزو رسنیو محدوده ده او د حکومت چارو ته زیان نه شي رسولی.
امنیت شورا بیا خبرداری ورکړی چې ښايي د هوا په ګرمېدو سره افغانستان کې جګړې تودې شي، هغه څه چې د افغانستان حکومت یې ردوي.