د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې، افغانستان سره باید بشردوستانه مرستې ډېرې کړل شي

0
209

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې، افغانستان سره باید بشردوستانه مرستې ډېرې کړل شي

د دغه نړیوالې ادراې یوې چارواکې هېدر بار په تازه مرکه کې ویلي نړیوالې ټولنې او د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې د اقتصادي ودې لپاره په ګډه کار وکړي او روان بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

 

(2022 / 6 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

نړیوال دې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي. د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې لوږه او بېوزلي د پراختیا په حال کې ده او د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

د دغه نړیوالې ادراې یوې چارواکې هېدر بار په تازه مرکه کې ویلي نړیوالې ټولنې او د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې د اقتصادي ودې لپاره په ګډه کار وکړي او روان بشري ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ویلي چې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې د ژمي تر را رسېدو مخکې د خلکو اړتیاوې پوره او ستونزې حل کړي.

Leave a reply