په ضلع کرم کښې پولیسو د شکمنو کسان په ضد عملیات پیل کړي

0
274

باغی ټي وي رپورټ
په ضم قبایلي سیمه ضلع کرم کښې پولیسو په دې سیمه کښې د امنیت ټنګولو او ځایی خلقو ژوند ژغورول لپاره عملیات پیل کړل.

د کرم ايجنسئ ضلعي پوليس افسر ارباب شفيع الله په لارښوونه د کرم پوليس سټيشن مناتو، بچنارک، اورمیګۍ، کرت او دې سره نزدې سيمو کښې د ملک دښمنانو او جنايتکارو عناصرو په ضد سرچ او اسټرائک اپريشن ترسره شو.
اوسنيو حالاتو ته په کتو سره پوليس په جنايي فعاليتونو کې د لاس لرلو او په ځانګړې توګه په جدي قضيو کې د مطلوبو کسانو او د نشه يي توکو د پلورونکو پر وړاندې جدي عمليات وکړل.

DPO ارباب شفیع الله په ټولنیزو رسنیو خپور یو بیان کښې ویلي دي چې په ټوله ضلع کښې د شکمنو کسانو د څارنې او د جنايي عناصرو او د هغوی د تسهیلوونکو د نیولو لپاره عملیات پیل شوي چې ددي سیمو او خلقو ښه امنیت وساتل شی او په دې سیمو کښې امن او خوشحالي وي.
هغه په بیان کښې زیاتوي چې په ضلع او ټول هیواد په ګوټ ګوټ کښې د امنیت د ټینګښت په موخه د هیواد د دښمنانو، ترهګرو ډلو پر وړاندې کلکې څارنې ترسره کیږي. هغه زیاتوي چې په ټوله ضلع کښې د خلقو د ژوند او مال ساتنه او په هر حالت کې د ملت ضد عناصرو ناپاکې او ناوړه ارادې به شنډې کړو او د قانون منګولو ته به و سپاروو.

Leave a reply