د نشه ی توکو څخه پاک پیښور کمپاین دوام لري

0
191

باغی ټي وي رپورټ
پېښور کې د نشه يي توکو د پاکولو کمپاین په ډیر تیزۍ سره دوام لري، د پیښور انتظامي پولیسو او نور افسرانو یو شمیر د نشه ی توکو په ناوړه کاروبار کښې ککړ کسان نیولي دي او په نشه روږدي کسان ی هم د صحت مرکزونو ته رسولي چرته چې ددې ناروغه کسانو درملنه روانه ده.

د پيښور د کمشنر رياض خان محسود او ډپټي کمشنر پيښور شفيع الله خان تر څارنې لاندې د صوبې په مرکز پېښور کې د نشه يي توکو نه پاکولو کمپاين په زور سره روان دی او د پيښور ضلعي انتظاميې تر څارنې لاندې دې کمپاين کښې نورې څانګې او فلاحي ادارې هم برخه اخلي. د پيښور ضلعي انتظاميي تر څارني لاندي د نورو څانګو د افسرانو او د فلاحي تنظيم د عملې سره په ګډه په مختلفو سيمو کښي په نشه يي توکو د روږدو کسانو د بحالۍ لپاره عمليات روان دي او په نشه يي توکو روږدي کسان د بحالۍ مرکزونو ته وړل کيږي۔
د پیښور انتظامیه او پولیسو مطابق په دې صحت مرکزونو کښې په سلګونو هغه کسانو درملنه په ډیره کامیابۍ سره دوام لري او ډیر مثبتې پایلې ی ورکړي دي.

Leave a reply