د ضلع خیبر وسلې اتحادیی مشران او سوداګر څه غوښتنې لري؟
باغی ټي وي رپورټ
د وسلو اتحادیې lمشرانو او د پلاوي غړیو له کمیشنر سره وکتل. د پخواني وفاقي وزير ډاکټر نورالحق قادري په مشرۍ د خيبر آرمز ايسوسي ايشن چارواکو د پېښور کمشنر رياض محسود سره ليدلي دي.
په ملاقات کښې حاجي امير خان، حاجي جمال الدين افريدي او حاجي معراج افريدي هم برخه لرله.
په غونډه كښې د وسلو تجارت او روزګار په اړه مثبتې خبرې وشوې.
د پلاوي برخه والو او مشرانو یاد د پیښور انتظامي افسر ته په ډاګه کړه چې لکه څنګه چې د وسلې کاروبار په ټول پاکستان او پیښور کښې په قانوني توګه کیږي نو بیا ولې د وسلې تجارت او روزګار په ضلع خیبر کښې د کولو اجازه نه ورکول کیږی.
د خیبر ضلع د وسلې اتحادیی مشرانو غوښتنه وکړه چې د وسلو تجارت دې قانوني کړی شي او دې کاروبار ته د پرمختګ ورکولو لپاره دې حکومت هڅې وکړي او سوداګرو سره دې مرستې وکړي. مشرانو دا غوښتنه هم وکړو چې امنیتي ځواکونو چې کومې وسلې د خلقو او دوکانونو څخه وړي دي ،هغه دې واپس دې دوکاندارانو ته ورکړل شي.
په دې موقع
کمشنر پيښور لارښوونه وکړه چي د انتظاميي او ايف سي لخوا نيولي شوي وسله دي واپس هغه دوکاندارانو او خلقو ته ورکړل شي.
د وسلي اتحادیی مشرانو د پيښور کمشنر رياض محسود څخه مننه وکړه چې ددوی غوښتنو ته ی مثبت ځواب اووې.