د ضلع خیبر پولیسو د نشه ی توکو قاچاق کوونکي نیولي

باغي تي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې پولیسو د نشه ی توکو د قاچاق کوونکو په ضد کاروایی کړې ده.
د جمرود پوليس سټيشن اهلکارو بين الصوبائي د هیروینو د سمګلنګ هڅه ناکامه کړے ده.
سرچینو مطابق ددې ډلې غړي نيولي شوي دي چي د نشه يي توکو پيکنګ کولو په وخت ترې شپږ کلو هيروين هم برآمد کړې شوي دي او پنځه شکمن کسان ئي هم نيولي دي۔ پولیسو د کسان د جمرود په خرکي آباد سیمه کښې د یو ځایی تن په حجره کښې نیولي دي چې د هیروینو په جوړولو کښې ککړ وو.
د تفصيلاتو ترمخه د سي سي پي پيښور محمد اعجاز خان په ځانګړې لارښوونه ډي پي او خيبر عمران خان په ټوله ضلع کښي د نشه يي توکو د کاروباريانو په ضد عملیات پیل کړي دي او د نشه يي توکو په ناوړه دنده کښې ککړو کسانو په ضد ی وس هم کاروائي په کامیابۍ سره دوام لري.
پولیسو پينځه شکمن کسان په موقع نيولي شوي چې پکښې عمر حيات د فيصل آباد نه افغانستان، سيد انور د راولپنډۍ نه محمد فرح علي، د سرګودها نه ذيشان علي او د جمرود خرکي آباد نه ابراهيم شامل دي او د پلټنو لپاره جمرود پولیس سټیشن ته لیږل شوي دي.






