د شهید پولیس اهلکار د جنازې نمونځ ادا کړې شو

باغی ټي وي رپورټ
د شهيد کانسټيبل ساجد الرحمان د جنازې لمونځ په پوليس لائن صوابي کښې د سرکاري اعزازسره ادا کړے شو۔ د جنازې په لمانځه کې آر پي او مردان ياسين فاروق، ډي پي او صوابۍ محمد شعيب خان، ايس پي انويسټېشن محمد فياض خان، ايس ډي پي او او نورو پوليس افسرانو په ګڼ شمېر کې ګډون وکړو.
ياده دې وي چې شهيد کانسټېبل د خپلې رسمي وظيفې سرته رسولو په مهال د يو بدنام مجرم په ډزو شهيد شوے وو۔ خو د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو اشتهاري مجرم هم اووژل شول.
د خیبر پښتونخوا پولیس مشرانو او پولیس اهلکار د شهید پولیس د جنازې څخه وړاندې دوی ته سلامي وړاندې کړه او ددوی قرباني ی د ملک د ساتنې لپاره په ښو ټکو کښې وستایله.






