د وفاق او سندهه نه پس خیبر پښتونخوا هم مهمه پریکړه کړې
باغي ټي وي رپورټ
د وفاق او سندهه صوبې د تیلو په لګښت کښې د کمولو لپاره د همهې پریکړو نه پس د خېبرپښتونخوا حکومت هم په حکومتي ادارو کې د پټروليم مصنوعاتو په لګښت کښې د ۳۵ فيصده کمي اعلان کړی دی.
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان ويلي دي چې د خلقو پيسې يوازې په خلقو لګولو لپاره وی ، محمود خان ویلي دي چې ددې پیسو لګول به د اولس د ګټې لپاره وشي. بل لوري ته د پښتونخوا د خزانې ادارې ويلي چې د حکومتي څانګو لخوا په تېلو کې ۳۵ فيصده کمښت به ډیره ښه اغیزه ولري، د دې پرېکړې له مخې به صوبې ته په کال کې ۱.۵ اربه روپۍ او د مياشتې ۱۲.۵ کروړه روپۍ بچ شي.
ياده دې وي چې په تېره يوه اوونۍ کې په هېواد کې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې ٦٠ روپۍ في ليټر زياتوالى راغلى دى.
د وروستیو زیاتوالي وروستو وزیراعظم شهباز شریف د کفایته اقداماتو اعلان وکړو او د کابینې غړو او حکومتي چارواکو لپاره د مفت پټرول کمولو پریکړه وکړه.
عوامی مفاد اور خزانے پر بوجھ کم کرنے کیلئے
سرکاری اداروں میں پٹرولیم مصنوعات کے اخراجات پر 35 فیصد کٹ کا اعلان ۔عوام کا پیسہ صرف عوام پر خرچ کرنے کیلئے مزید اقدامات کرینگےقائد عمران خان کی قیادت میں عوام کو امپورٹڈ حکومت کے ظالمانہ اقدامات کے نقصان سے بچانے کیلئے متحرک ہے۔ pic.twitter.com/NRVFhJDe6a— Mahmood Khan (@IMMahmoodKhan) June 3, 2022