د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د افغانستان ټول سرحدات د ګاونډیو ملکونو پر مخ خلاص دي
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د افغانستان ټول سرحدات د ګاونډیو ملکونو پر مخ خلاص دي
متقي په هغه ناسته کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه وویل چې ا.ا له ګاونډیو هېوادونو سره هېڅ ډول ستونزه نه لري او د افغانستان ټول بندرونه د ګاونډیو پر مخ خلاص دي.
(2022 / 6 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي افغانستان د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې لري او د ا.ا د متوازن بهرني سیاست له کبله افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لپاره د اقتصاد او اتصال په مرکز بدلیږي.
متقي په هغه ناسته کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه وویل چې ا.ا له ګاونډیو هېوادونو سره هېڅ ډول ستونزه نه لري او د افغانستان ټول بندرونه د ګاونډیو پر مخ خلاص دي.
نوموړي دغه راز وویل په تېرو شلو کلونو کې افغانستان د نړۍ په کچه د نشهیي توکو په تولید کې لومړی مقام خپل کړی و او شاوخوا څلور میلیونه هېوادوال په نشهیي توکو اخته شول، خو اوس چې دغه کچه سفر ته راښکته شوې، په بدل کې یې افغانستان سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.