امریکا نه غواړي چې پاکستان یو قوي هیواد جوړ شي: عمران خان

باغي ټي وي رپورټ
په بونير کې يوې جلسې ته په وينا کې پخواني وزيراعظم عمران خان وويل امريکا هم یو قوی او مضبوط پاکستان نه غواړي.
خپله وینا کښې عمران خان وويل نن د غدارۍ مقدمه درج کولو سره زما د لرې کولو کوشش کيږي۔
ده ووئيل ما په ضد د غدارۍ په مقدمه درچ کولو خبرې کیږي نو ايا نواز شريف او زرداري به په ما د غدارۍ مقدمه چلوي؟ زرداري د حسين حقاني په وسيله له امريکا څخه غوښتي وو چي هغه له پوځ څخه وژغوري، زرداري به پر ما د غدارۍ دعوي وکړي؟
عمران خان وویل چې داسې ویل کیږي چې ما به محکمه کړي او په زندان کښې به واچولې شي، خان اوویل چې جیل یوه وړه خبره ده، زه خپل ژوند ورکولو ته تیار یم.
عمران خان اوویل چې زه د سترې محکمې د پریکړې په انتظار یم ، هغه اوویل چې ځینې شیان باید روښانه شي.
هغه وويل چې ما دا اولس له تیرو څلوېښتو کلونو راهيسې پېژني.
عمران خان اوویل چې مونږ تل په سوله ييز ډول لاريونونه کړي دي. دوی نه غواړي له رېنجر، پوليسو او د پاکستان فوځ سره نښتې وکړي .
د بونير په سواړۍ سيمه کښې د پي ټي آئي په غونډه کښې د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان، پرويز خټک او نور مرکزي او صوبائي مشران هم برخه وال وو.






