شهباز شریف په ملک کښې د تیلو لګښت قابو کولو لپاره مهمه پریکړه کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
لومړي وزیر شهباز شریف په ملک کښې د تیلو لګښت قابو کولو لپاره د سختو ګامونو اخستلو پریکړه او اعلان کړې دې.
وزيراعظم شهباز شريف د وفاقي کابينې غړو او حکومتي چارواکو لپاره د وړيا پټرول کمولو فيصله کړې ده.
د یادونې ده چې د سندهه صوبې وزیر اعلی هم د وزیرانو او افسرانو د پټرول کوټه کمه کړې دې ځکه چې په هیواد کښې په تیره یوه اونۍ کښې د تیلو في لیټر نرخ ۶۰ روپۍ زیات شوې ده او د پیټرول فی لیټر نرخ د ۲۰۰ دو سرو روپو څخه هم زیات شوې دې.
د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د وروستو زياتوالي وروستو د سندهه وزيراعلي مراد علي شاه د وزيرانو او چارواکو کوټه څلويښت فيصده کمه کړې ده.
پاکستان اولس د وزیراعظم او د سندهه وزیراعظم د وزیرانو د تیلو لګښت کمولو په اړه دې پریکړې ستاینه کړې ده.






