بهرنیو چارو وزارت لۀ هند سره د سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کړې ده

0
173

بهرنیو چارو وزارت لۀ هند سره د سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کړې ده

په دغه لیدنه کې هندي پلاوي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه ونه کړي او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به ورته لیدنو ته دوام ورکوي.

 

(2022 / 6 / 3  نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي، له هندي پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې د ا.ا د بهرني متوازن سیاست له مخې هند سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پياوړتیا غواړي.

په دغه لیدنه کې هندي پلاوي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه ونه کړي او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به ورته لیدنو ته دوام ورکوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جی پي سنګ پرون کابل ته په یوه رسمي سفر راغلی دی. دا لومړی ځل دی چې د هند حکومت لوړپوړی استازی افغانستان ته سفر کوي.

هندي رسنۍ وایي چې نوی ډهلي په پام کې لري څو له کابل سره ډيپلوماتیکې اړېکې پیل او خپل سفارت بېرته پرانیزي.

Leave a reply