ویسټ ویلي چې د افغانستان پۀ اړه پۀ تاجکستان کې سلا و مشورې دوام لري 

0
180

ویسټ ویلي چې د افغانستان پۀ اړه پۀ تاجکستان کې سلا و مشورې دوام لري 

ویست ویلي چې د دغه سفر پر مهال یې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین، د سرحدي ګارد له مشرتابه او نورو مهمو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

 

(2022 / 6  / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، هېواد یې له تاجکستان سره په افغانستان کې د یوه سوله ییز سیاسي بهیر په اړه همکاري لري.

توماس ویسټ وایي، د افغانستان د ښې راتلونکې په تړاو به یې له تاجکستان سره سلا مشورې دوام پیدا کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، دوشنبې ته یې د سفر پر مهال دوه ورځې له تاجک چارواکو سره په افغانستان کې د خپلو ګډو ګټو په اړه خبرې کړي دي.

ویست ویلي چې د دغه سفر پر مهال یې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین، د سرحدي ګارد له مشرتابه او نورو مهمو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

تاجکستان له افغانستان سره ۱۳۵۷ کیلو متره اوږده او تر ډېره غرنۍ پوله لري. توماس ویسټ ویلي، تاجکستان له دې پولې خپل لوري ته د امنیتي ګواښونو ویره لري.

Leave a reply