نورستان ځنکلۀ کې اور لګېدنه؛ ا.ا لۀ چین څخه مرسته غوښتې

0
159

نورستان ځنکلۀ کې اور لګېدنه؛ ا.ا لۀ چین څخه مرسته غوښتې 

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کابل کې د چین سفارت له چارسمبالي دينګ ينان سره لیدنه کې له دغه هېواده غوښتي چې د نورستان ځنګلونو کې د لګېدلي اور وژلو کې عاجله مرسته وکړي.

 

(2022 / 6 / 3  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نورستان ځنګلونو کې د لګېدلي اور د وژلو هڅې دوام لري خو لا هم اور نه دی کابو شوی.

د د نورستان والي محمد اغا حکیمي ویلي چې د دوی د کرنې، حوادثو او چاپېریال ساتنې برخو مسوولان د ځايي خلکو په همکارۍ د دغه اور د کنټرول او وژلو هڅه کوي.

حکیمي وايي دا اور د چهارشنبې پر ورځ تر ډېره مهار شوی و، خو پنجشنبه یې د بادونو له کبله لوګي بېرته پراخ شوي.

د نوموړي په وینا ۴۰۰ تر ۵۰۰ ځايي اوسېدونکي د دغه اور کنټرولو کې همکاري کوي او ګواکې له بشري قوې پرته یې د وژلو بله لار نشته، ځکه دې ځنګلي سیمې ته د اور وژنې او نورو موټرونو لار نشته.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي کابل کې د چین سفارت له چارسمبالي دينګ ينان سره لیدنه کې له دغه هېواده غوښتي چې د نورستان ځنګلونو کې د لګېدلي اور وژلو کې عاجله مرسته وکړي.

ا.ا وايي “ينان” ورته ویلي چې غوښتنه به یې سمدستي له خپل حکومت سره شریکه او تر لومړنۍ ارزونې وروسته لازم اقدامات ترسره شي.

Leave a reply