زمونږ حکومت د پخواني حکومت د آیی ایم ایف سره د کړې معاهدې په عملي کولو مجبور شو: وزیر خزانه مفتاح اسماعیل

0
151

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان وفاقي د خزانې وزیر په یو بیان کښې ویلي دي چې زمونږ حکومت مجبور شو چې آیی ایم ایف څخه د قرض اخستلو لپاره د پخواني حکومت هغه معاهده چې دوی ایی ایم ایف سره کړي وه عملي کړي، او هم دغه وجه وه چې د تیلو بیعې ی لوړې کړي.

د دې خبرې اعلان د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د زيارت په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړو. د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې شوكت ترين چې آئي اېم اېف سره كومه لوظنامه كړې وه د هغې له مخې د پېټرول او ډيزل په بېعو كښې اضافه كول لازمي وو .
هغه اوویل که مونږ داسې نه وې کړي نو بیان هیواد معيشت ته زيان رسېدل نو دې لپاره مو د تیلو بیعې لوړې اعلان کړې چې د ملک معیشت بچ شي.
ده ووئيل چې پخواني حكومت زمونږ په لار كښې ځائ په ځائ مائيونه په ځائ كړي وو، پاكستان او د هېواد معيشت ښه كول زمونږ ذمه واري ده. ده ووئيل چې پاكستان به نه دیوالیه کیږي.
هغه اوویل چې ، دا هېواد به قوي هېواد جوړېږي. مفتاح اسماعیل اوویل چې شوكت ترين چې آئي اېف سره كومه لوظنامه كړې وه د هغې له مخې حكومت د پېټروليم په مصنوعاتو او اېندهن كومه سبسډي نه شي وركولې.
هغه اوویل چې د هغې فارمولې له مخې د پېټرول او ډيزل په بېعه كښې 130 روپې اضافه كول و. د خزانې وزير ووئيل چې په يوه مياشت كښې د ډيزل په مد كښې حكومت ته 54 اربه او د پېټرول په مد كښې 37 اربه زيان زغمل وي. په مجموعي توګه حكومت ته هره مياشت 91 اربه روپې زيان رسي.

د اې پي پي راپور مطابق وزیر خزانه اوویل چې ، د مئي د 31مې نېټې نه پس په نړيوال ماركيټ كښې د پېټرول په بېعه كښې لا اضافه شوې ده او هم ددې تیلو د قیمت لوړوالي له وجهې به پاكستان تهد مياشتې زيان د 120 نه تر 130 اربه روپې ورسي.

Leave a reply