وزیراعظم شهباز شریف د کوټې په سفر لاړو

0
60

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف نن د جمعې په ورځ په يوه ورځنې دوره كوئټه ته رسیدلې دې ، وزیراعظم نواز شریف د ترکي دوره پوره کولو څخه پس په اول ځل د کوټې په سفر لاړو.
. د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو او نورو چارواكو په هوائي اډه د وزيراعظم هركلې او ستړي مشي اوویل .
. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به په كوئټه كښې د كمانډ اېنډ سټاف كالج په پاسنګ آٶټ دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون كوي.
د اې پي پي راپور مطابق وزيراعظم شهباز شريف به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ د ګوادر دوره هم كوي. وزيراعظم به د ګوادر پورټ فضائي دوره كوي او د ايسټ بے اېكسپرېس وے پرانسته به هم كوي.
د راپور مطابق وزيراعظم به په دې موقع ځائي مشرانو او كب نيوونكو ته وېنا كوي. د دې نه پس به وزيراعظم د چينائي كمپنو پلاوو سره ملاقاتونه کوي او د رسنیو سره به هم خبرې وکړي.

Leave a reply