نوې ټاکنې به په راروان ۱۵ میاشتې کښې ترسره شي: وزیراعظم شهباز شریف

فوټو کریډټ: اې پي پي
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي ملک کښي راتلونکي عام انتخابات به پنځلس مياشتو کښي کيږي او مقصد به ئي د ګرانۍ او غربت د چيلنجونو هوارول وي.
هغه انقرې ته د خپل درې ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې له دولتي ټلویزیون TRT سره په مرکه کې وویل، “زما لید د پاکستان بیا رغول دي او د بې وزلۍ د کمولو او د دولتي سکتور د بودیجې د کمولو لپاره پوره هڅه کوم.”
د اې پي پي راپور مطابق وزيراعظم شهباز شریف اوویل چې ددوی حکومت به تر ټولټاکنو وړاندې د عامو خلقو د ستونزو د هواري لپاره لنډمهاله ګامونه اخلي.
خو هغه ټینګار وکړ چې که د خلقو په خوښه د ده ګوند په راتلونکو ټاکنو کې واک ته ورسېږي، نو د بېکارۍ او بې وزلۍ په څېر د ستونزو د هواري لپاره به یوه بشپړه پرمختیايي ایجنډا په لاره واچوي.
وزيراعظم وويل په نړيواله کچه دتيلو نرخ ډیر زیات لوړ شې دې نو د دهغه حکومت مجبور کړى دى چې دتيلو او ګيس بيې زياتې کړي.
د پاکستان د سیاسي وضعیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې هغه وویل چې د هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د عدم اعتماد رایه بریالۍ شوه.






