د کال ۲۰۲۲-۲۳ لپاره به وفاقي بجټ په ۱۰ جون اعلان شي

باغی ټي وي رپورټ
د مالي کال 23-2022 وفاقي بجټ به د جمعې په ورځ (جون 10مه) قامي اسمبلۍ غونډې په مهال وړاندې كېږي۔
وزيراعظم شهباز شريف د جون په لسمه نيټه قامي اسمبلۍ كښې د وفاقي بجټ وړاندې كولو منظوري وركړې د كومې نه پس چې نوټيفيكيشن هم جاري كړې شوې۔
د نوټيفيکيشن له مخې وفاقي بجټ به د جون په لسمه سېنېټ ته لېږلې شي۔
د مالیې سکرتر د کابینې سکرتر ته لیکلي چې د جون په 10 د کابینې غونډه راوبلي ترڅو د بودیجې وړاندیزونه تصویب کړي.
د یادونې ده چې د شهباز شریف حکومت په تیرو ۱۰ لسو ورځو کې د تیلو په بیعو کښې ۶۰ روپۍ فی لیټر زیاتوالۍ اعلان کړې دې چې له امله ی په هیواد کښې خوراکي توکي او د یو ښار څخه بل ښار په کلیو ښارونو کښې د عام سفري ګاړیو په کرایه کښې هم تر ۲۰ او ۳۰ سلنه زیاتوالۍ راغلې دې چې عام اولس
ی سختو مالي ستونزو سره مخ کړې دې.





