پاکستان د حج کال ۲۰۲۲ لپاره د پروازونو شیډول جاري کړو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان حکومت سږکال د حج فریضې ادا کولو لپاره د حج پروازونو شیډول جاري کړی دی.
د مذهبي چارو وزارت د وياند له مخې، د حج لپاره لومړۍ الوتكه به د جون په شپږمه له اسلام اباد څخه الوځي او د ۱۰۶ الوت په مرسته به ۳۲۶ حاجيان سعودي عربستان ته ورسوي.
د مذهبي چارو د وزارت وياند ويلي چې د روټ ټو مکې پروژې له مخې به له اسلام اباد څخه ۴۲ الوتنې ترسره کېږي.
د وياند په وينا، حاجيان دې د مهالوېش په سختۍ سره عمل وکړي ، ترڅو له هر ډول ستونزو څخه بچ شي ،ویاند دا هم ویلي دي چې له نږدې امانت مرکز څخه بايومټريک ترلاسه کړي او د واکسين، پېژندپاڼې، پاسپورټ، حج ويزې، ټکټ او لاسي بند لپاره له حاجي کمپ سره تماس ونيسي چې به وخت دا ضروري شیان حاجیانو ته په لاس راشي او د حج سفر په مهال دوی کومو ستونزو سره مخ نه شي.
وياند ووئيل چې د الوتنې په 72 ساعتونو كښې به د 6 سعودي منظور کړې شوې ليبارټرو نه د كرونا ټېسټ كولې شي٬ د حاجيانو لپاره د حج كمپونو كښې د منظور شوې ليبارټرۍ بوتھونه جوړ كړې شوي دي۔
د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې سعودي عرب ته د تللو لپاره به د حاجيانو د پي سي آر منفي ټېسټ سرټيفيکټ ضروري وي.






