د پاکستان قومي کرکټ ښځینه لوبغاړیو په توپ وهنه کښې لویه ملګرتیا کړې ده

0
173

باغی ټي وي رپورټ
سدره امین او منیب علي د سریلانکا خلاف په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د پاکستان لپاره د لومړۍ ویکټې لپاره ستره ملګرتیا وکړه.

د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې د لومړي ځل لپاره د پیل په ملګرتیا کې سلیزه ووهله او د دواړو لومړیو توپ وهونکو ترمنځ د ۱۵۸ منډو ملګرتیا جوړه شوه.

سدره امین او منیب علي ۲۱۳ توپونو ته مخامخ شول چې د توپ اچونې په برخه کې د پاکستان د دواړو توپ وهونکو ترمنځ تر ټولو لویه ملګرتیا ده.

تر دې وړاندې د پاکستان لپاره د جویریا خان او ناهیده تر منځ د ۹۶ منډو تر ټولو ښه اوپننګ ملګرتیا وه.

د یادونې ده چې د پاکستان د قامي کرکټ نړيوالې لوبډلې دې ښځینه لوبغاړیو ترمینځ په ټولیزه توګه د کومې پاکستانۍ ښځینه جوړۍ دا دویمه لویه ملګرتیا ده.

Leave a reply