سنجراني سناتارانو ته خبردارۍ ورکړې ده

0
177

باغي ټي وي رپورټ
د سېنېټ غونډې په مهال د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني احتجاج كوونكو غړو ته خبردارې وركړې چې كه كوم غړي د خپل بنچ نه بل بنچ ته لاړ شي نو هغه به معطل كړې شي۔

د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په مشرۍ كښې د سېنېټ غونډه كښې اپوزيشن د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو كښې د وروستيو زياتو په ضد سخت احتجاج وكړو۔

د اپوزېشن غړو د سېنېټ د ودانۍ مخې ته لاریون وکړ او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکړل.

د اپوزيشن احتجاج له وجې د سېنېټ سيکيورټي اهلکارو د سېنېټ چيئرمېن مخې ته سيکيورټي کنډک لګولې دې۔

د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل چې غړي دې خپلو سيټونو ته لاړ شي او احتجاج وكړي، كه غړي خپلو سيټونو ته نه شول نو زه به يې معطل كړم.

د پي ټي آئي سينيټر فيصل جاويد خان ته په خطاب کښې صادق سنجراني وويل که تاسو نعرې وهئ نو زه به ستاسو رکنيت معطل کړم.د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني له خبرداري وروسته د اپوزېشن غړي خپلو سيټونو ته واپس راغلل.

Leave a reply