پیښور انتظامیه د غیرقانوني بورډونو لګولو او تجاوزاتو په ضد کاروایی کړې

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په سر ښار پیښور کښې ځایی انتظامیه د ناقانونه ساین بورډونو لګولو او یو شمیر مارکیټونو سره د تجاوزاتو په ضد قانوي کاروایی کړې او دا تجاوزات ی د منځه وړي ډي.
پيښور ضلعي انتظاميي د تجاوزاتو او غيرقانوني نشانونو/ بل بورډونو په ضد عمليات کړي دي۔
د پیښور انتظامیه د دفتر څخه په ټولنیزورسنیو خپور یو راپور مطابق د ناصرباغ سيمې نه په لسګونو سائنبورډونه لرې کړل شوي دي.
د ايډيشنل اسسټنټ کمشنر سيده زينب نقوي تر څارنې لاندې په روانو عملياتو کې د کيپيټل ميټرو پوليټن اسسټنټ ډائريکټر صفي الله هم برخه وال وو.
د پيښور ډپټي کمشنر شفيع الله خان وئيلي دي چي صوبايي مرکز پيښور به د تجاوزاتو او غيرقانوني سائن بورډونو، بل بورډونو او بينرونو نه پاک کړے شي چې خلقو ته صفا مارکیټونو او ښایسته صفا ماحول په لاس راشي او دوی ته هیڅ کومه ستونزه مخې ته را نه شی کله چې دوی سودا اخلی او هم دغه دوکانداران سودا خرڅوي.






