کراچۍ کښې په یوه سوپر سټور کښې د اور لګیدنې معامله، د اور علت مخې ته راغلې

باغی ټي وي رپورټ
اسسټنټ کمشنر فيروز آباد په سوپر سټور کې د اور لګيدو علت بيان کړ.
په کراچۍ کې ميډيا سره خبرو کې اسسټنټ کمشنر فيروز اباد عاصمه باتول وويل چې اور د شارټ سرکټ له امله لګيدلی او د اور لګيدو لمړي رپورټ د سهار په 10:40 بجو ترلاسه شو.
هغه زياته کړه، چې دا کوکنګ تېل د ګرانیدو له وجهې په ذخیره کې ساتل شوي وو نو د کوکنګ تېل له امله اور ډېر خپور شو، چې اوس هم په بېلابېلو برخو کې اور لګېږي، خو شدت يې کم دى.
اسسټنټ کمشنر زياته کړه چې اورلګېدنه د ودانۍ د پارکنګ سيمې ته رسېدلې ده چرته چې ګاړي او موټرسايکلونه موجود وو په داسې حال کې چې په ودانۍ کې موجود درې موټرسايکلونه سوځېدلي چې د ګاډو د ايستلو هڅه کوي.
عاصمی بتول وايي، د ودانۍ د تودوخې درجه له ۵۰۰ څخه تر ۱۵۰ پورې راښکته شوې ده، چې په دې صورت کې هېڅ اوسېدونکی یا چا ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.






