د پاکستان چیف جسټس د از خود کیسونو په اوریدنه کښې مهمه لارښوونه کړې ده

0
97

باغي ټي وي رپورټ
د از خود نوټس اخستو د کیسونو په مقدمه کښې د اوريدنې په مهال چيف جسټس آف پاکستان جسټس عمر عطا بنديال اټارني جنرل ته لارښوونه کړې چې دنيب دچيئرمين په تقرر کې دې غور وکړي.

د سپريم کورټ د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې سپريم کورټ د هائي پروفائيل کيسونو کښې د حکومت د مداخلت په اړه د ازخود نوټس کيس سماعت کړے دے۔
د اورېدنې په مهال د نېب د چيئرمېن د تقررۍ په معامله چيف جسټس آف پاکستان ريمارکس ورکړے دے چې د نېب د چيئرمېن د تقررۍ لپاره دې د نظام نه بهر د چا د نظر څخه نه متاثره کیږي.

چيف جسټس اټارني جنرل ته مشوره ورکړې چې د نيب چيئرمين بايد با صلاحيته او ايماندار کس وي نو د نيب چيئرمين بايد په غور سره عمل وکړي.جسټس عمر عطا بندیال وویل چې نیب باید بې اساسه کېس جوړولو لپاره فشار ونه مني، که په نیب فشار راشي نو مونږ ته لیکي، د دې مطلب دا نه دی چې تاسو هر ډول کېس غوره کړئ او ډراپ ی کړئ.

چيف جسټس وويل په سرليکونو سره دمنشياتو مقدمه ده، کله چې پوښتنه وشوه نو تحقیقي افسر وويل دا جعلي کېس دى.وروسته عدالت د سوموټو نوټس کیس اورېدنه د جون تر ۱۴مې پورې وځنډوله.

Leave a reply