سندهه صوبه کښې د وزیرانو د تیلو کوټه کمه شوې
باغی ټي وي رپورټ
د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د وروستیو زياتوالي وروستو د سندهه وزيراعلي مراد علي شاه د وزيرانو او چارواکو د تیلو کوټه څلويښت فيصده کمه کړې ده.
د سندهه وزيراعلي وياند تائيد کړې چې د صوبايي وزيرانو او افسرانو د پټرولو کوټه ۴۰ فيصده کمه شوې ده.
د میډیا رپورټ مطابق د وزيراعلي وياند وئيلي دي چې د پټرولو په کوټه کې کمي به په خزانه بار نه وي بلکې يو څه به کم شي.
د سندهه وزيراعلي وئيلي دي چې د پټرولو د نرخونو د زياتيدو بار بايد په عامه خزانه نه وي ځکه چې په اولسي خزانې د بار زياتيدو مطلب په اولس زياتوالې او بوج دې.
ياده دې وي چې تيره ورځ د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د پټرولو او ډيزلو په بيو کښې د 30، 30 روپو في ليټر زياتوالې اعلان کړې وو او د پټروليم مصنوعاتو په نرخ کښې په يوه هفته کښې 60 روپۍ في ليټر زياتوالى راغلې دې.