د اوکراین ولسمشر ویلي چې، تر دې دمه روسیې د اوکراین ۲۰ سلنه خاوره نیولې ده 

0
153

د اوکراین ولسمشر ویلي چې، تر دې دمه روسیې د اوکراین ۲۰ سلنه خاوره نیولې ده 

سپینې ماڼۍ ویلي اوکراین ژمنه کړې چې دا توغندي او مهمات به د روسیې په خاورې نه توغوي. د امریکا جګپوړي حکومتي چارواکي وایي د وسلو دا تازه مرستې په اوکراین کې د جګړې د روان پړاو اړتیا ته په کتو شوي دي.

 

(2022 / 6 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي وایي روسیې تر دې دمه د اوکراین ۲۰ سلنه خاوره نیولې او د دواړو هیوادونو تر منځ د جګړې لومړۍ کرښه څه باندې ۱۰۰۰ متره ده.

زلینسکي په داسې حال کې چې د تر لاسه شویو مرستو له کبله یې مننه وکړله خو تر څنګ یې د متحدینو څخه د نورو وسلو غوښتنه وکړله.

د اوکراین ولسمشر په داسې حال کې د نورو وسلو غوښتنه کوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تازه ویلي، چې اوکراین ته د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د توغندیو او مهماتو پرمختللي سیستمونه ورکوي.

سپینې ماڼۍ ویلي اوکراین ژمنه کړې چې دا توغندي او مهمات به د روسیې په خاورې نه توغوي. د امریکا جګپوړي حکومتي چارواکي وایي د وسلو دا تازه مرستې په اوکراین کې د جګړې د روان پړاو اړتیا ته په کتو شوي دي.

Leave a reply