پاکستاني اولس لپاره د خزانې وزیر له لوري یو ښه زیرې راغلې

0
88

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې حکومت اوس هم په پټرول اته روپۍ سبسډي ورکوي او په ډيزل کښې ٢٣ روپۍ خساره پاتې ده۔
مفتاح وایی چې په 10مه نېټه به په بجټ کې ډېرې مسلې هوارې شي.

د جيو نيوز پروګرام “نن شاهزيب خانزاده سره ” کښې د خبرو په مهال مفتاح اسماعيل وويل د تېر حکومت د هوکړې له مخې بايد دوه مياشتې وړاندې د پټرول بيه 30 روپۍ لوړه شوې وای.

مفتاح اسماعيل وويل چې دجون په مياشت کې دبريښنا په نرخونو کې دزياتوالي هيڅ امکان نشته، مونږ په لنډه موده کې ګرانه ايل اين جي اخلو، د کوئلې بيې د ايل اين جي څخه زياتې شوې دي، د سکرو څخه په پيدا کيدونکې بجلۍ باندې د تيلو بيه يو نيم روپۍ ده. 30. یوه نیمه میاشت به ستونزمنه وي، بیا به اسانه وي.

د خزانې وزير وئيلي دي چې وزيراعظم ته به د انرجي بچت لپاره سفارشات وړاندې کوي۔
هغه اوویل چې د حکومت نه درې ورځې وړاندې د پي ټي آئي حکومت روس ته يو خط ليکلي وو چې تر اوسه کوم ځواب نه دی راغلی او مونږ له روسیې څخه د غنمو د اخستلو په خبرو او اړیکو کښې یو .
ده ووئيل مونږ ته پته ده چې آئي اېم اېف څه شرطونه اېښي دي۔
مفتاح اوویل چې عمران خان آئي اېم اېف ته وئيلي وو چې هيڅ قسمه سبسډي به نه وركوي٬ ليويز ټیکس به لګوي٬ خان ته دا حق نشته چې هېواد دې حالت ته اړ كړي٬ مفتاح اوویل چې عمران خان ددې هیواد لپاره ستونزې پېدا کولې.

Leave a reply