باړه کښې پولیسو وسلی نیولې ده

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر ډي پي او عمران خان په خاص حکم د ايس ايچ اوملوارډ شمشاد خان آفريدي کاروایی کړې ده.
پولیسو یو بیان خپور کړې دې ، په بیان کښې وایی چې په میلواډ کښې د آلټو موټر نمبر 6077 نه د يو ايچ ايم جي (هيوي مشن ګن) او 2400 کارتوس سره ترسره شوې او يو ملزم هم نیول شوي دې.
پولیسو وایی چې تورن تن د نورو پوښتنو لپاره زندان ته لیږل شوې دې. ته منتقل کړے شوے دے۔
رسنیو ته په یو بیان کښې ایس ایچ او شمشاد خان ویلي دي چې په سیمه کښې امن ټینګول د پولیسو ذمه واري دي او پولیس چمتو دي چې ددې سیمې د خلقو امنیت ټینګ کړي چې ددې خلقو ژوند وژغورل شی او دوی خوشحال ژوند تیر کړي.






