عمران خان وایی پاکستان د روس څخه ارزان تیل نه اخلی ځکه چې د امریکا اجازت نشته

0
111

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي دي چې پاکستان له روسیې نه په ارزانه بیعه تیل نه شي اخیستلی ځکه چې امریکا یې اجازه نه ورکوي.

شانګله کښې يوې جلسې ته په وینا کښې عمران خان اوويل چې بې شکه تاسو بې طرفه يئ خو خلق پوهيږي چې تاسو طاقت لرئ، چرته چې د غلو ډله ملک لوټ کوي، خلق تاسو ته په درنه سترګه ګوري،
عمران خان اوویل چې تاریخ به مونږ معاف نه کړي چې ملک لاندې روان وی او تاسو وایی چې مونږ بې طرفه یو.
هغه وویل چې پاکستان نه شي کولی له روسیې څخه په ارزانه بیعه تیل واخلي ځکه چې امریکا یې اجازه نه ورکوي.

عمران خان وويل هيڅ انسان د ډار له منځه وړلو پرته ستر انسان نۀ شي جوړيدلى، خان اوویل چې کوم قوم چې د ويرې بُت ماتوي هغه ستر ملت جوړيږي.
عمران خان اوویل او زیاته ی کړه چې آزادي هغه وخت ده چې د ملت په ګټه فيصلې وکړې شي.

Leave a reply