عمران خان دې اووای چې د پاکستان درې ټکړو کښې د ویشلو نظریه ی د چا اخستې ده؟ مریم نواز

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز د پي ټي آئي په چيئرمېن نيوکه کړې او وئيلي ئې دي چې عمران خان دې ووائې چې د پاکستان درې اړخيزه تقسم نظريه چا ورکړې ده؟
اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې مريم نواز دعمران خان څخه پوښتنه وکړه چې ايا پاکستان په دريو برخو ويشلو خيال ورته زيک ګولډسميت ورکړی دې او که اسرائيل؟
هغه زياته کړه چې ذوالفقار علي بهټو شهيد شو، بېنظير بهټو شهيده شوه خو له پاکستان زنده باد نعرې راغلې.
هغې اوویل چې عمران خان ته چا څه نه دي ویلي او هغه د هیواد د ټوټه ټوټه کولو خبرې کوي.





