اوکراین وایي هره ورځ یې سل سرتېري له روسیې سره په جګړه کې وژل کېږي

اوکراین وایي هره ورځ یې سل سرتېري له روسیې سره په جګړه کې وژل کېږي
د ده په وینا روسي ځواکونو خپل عملیات هلته پراخ کړي دي او هڅه کوي پر اوکرایني حکومت خپل فشارونه ډېر کړي. دده په وینا هره ورځ یې تر سل پورې سرتېري وژل کېږي او شاوخوا پنځه سووه نور ټپیانېږي.
(2022 / 6 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اوکراین وایي هره ورځ یې سل سرتېري له روسیې سره په جګړه کې وژل کېږي.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي په یوه مرکه کې ویلي چې د هېواد د ختیځو سیمو وضعیت یې د اندېښنې وړ او کړکېچن دی.
د ده په وینا روسي ځواکونو خپل عملیات هلته پراخ کړي دي او هڅه کوي پر اوکرایني حکومت خپل فشارونه ډېر کړي. دده په وینا هره ورځ یې تر سل پورې سرتېري وژل کېږي او شاوخوا پنځه سووه نور ټپیانېږي.
بلخوا د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي چې دوی به د اوکراین پر وړاندې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي او دا یې د هېواد د امنیت لپاره مهم دي.






