میدان وردګو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

0
88

میدان وردګو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

سرچینه وایي، یاد شمېر کسان به په سیمه کې د ځمکو د خړوبولو ویالي او کارېزونه پاکوي، چې له یوې خوا به د دوی ځمکې خړوبې شي او له بلې خوا به د خوارکي توګو د کمښت ستونزه حل شي.

 

(2022 / 6 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ، شیخ آباد او تنګي درو کې، نن پنجشنبه د (FAO) موسسې په مالي لګښت د افغانستان د نسلونو راتلونکې (FGA) تدبیقونکې موسسې له لورې ۸۷۵ کسانو ته د شلو ورځو لپاره د کار زمینه برابراه شوه. د کرنې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هر کار ګر ته د شلو ورځو کار په مقابل کې سل امریکايي ډالر ورکول کیږي.
سرچینه وایي، یاد شمېر کسان به په سیمه کې د ځمکو د خړوبولو ویالي او کارېزونه پاکوي، چې له یوې خوا به د دوی ځمکې خړوبې شي او له بلې خوا به د خوارکي توګو د کمښت ستونزه حل شي.

Leave a reply