وزیراعظم شهباز شریف په اورګاړي کښې په یوه میرمن د جنسي تیري نوټس اخستې

0
102

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف بهاؤالدين زکريا ایکسپریس اور ګاړي کښې په زنانه د ډله ايز جنسي تيري پيښې نوټس اخستې دې۔

وزیراعظم شهباز شریف په اور ګاړي کښې د رامخې ته شوې غمجنې پېښې غندنه کړې او د ریلوې چارواکو نه یې رپورټ غوښتی دی.

د وزیراعظم شهباز شریف په لارښوونه د ریلوې په امنیتي طریقه کښې د بدلون وړاندیز هم شوی دی.

دسرچينو له مخې دوزيراعظم دستراتيژيکي اصلاحاتو دکميټۍ مشر سلمان صوفي په مشرۍ کې دوزيراعظم دستراتيژيکي اصلاحاتو کميټۍ داورګاړي دامنيت په طرزالعمل کې دبدلون وړانديز کړى دى.
د لومړي وزیر د ستراتیژیکو اصلاحاتو کمیټې سپارښتنه کړې چې د ریل سټیشنونو کې د لیډي ریلوې پولیس ټیمونه وګمارل شي او د “سفر ملګري” ګرځنده ایپ پیل شي ترڅو ښځینه مسافرینو ته لارښود او امنیت چمتو کړي.

Leave a reply