اسټبلشمنټ سره اختلافات، اسد عمر مهمې خبرې کړ ي دي

0
82

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي مشر اسد عمر وئيلي دي چې د آئي ايس آئي د مشر د ټاکلو په اړه زمونږ د پارټۍ مشر ويلي وو چې اسد جی درز خو شوې دې.

په ټي وي شو كښې د خبرو په مهال اسد عمر ووئيل د ټول هېواد سياستوال دا مهال د نومبر يادونه كوي، كه څوك وغواړي نو د هغه نه زيات د لاسه بل څوك نشته.

هغه وويل چې د فوځ د سرلښکر د مراسلي سیاهي نه وي خوشکه شوې چې دپوځ سرلښکر خپلواک شوى وي او د فوځ سرلښکر آزاد وي.
اسد عمر اوویل چې دپاکستان له تاريخ څخه چې چا دغه درس نۀ دى زده کړى نو هيڅ يې نۀ دي زده کړي.

بلخوا اسد عمر د تير کال د آئي ايس آئي د مشر په ټاکنه باندي د اسټيبلشمنټ او پي ټي آئي ترمينځه د اختلافاتو په اړه هم خبري کړي دي۔

هغه وويل چې کله چې مونږ د دې مسئلې له حل وروسته (تېر کال) د لومړي وزير له کوره ووتلو نو زمونږ د ګوند يو ستر مشر راته يوه ډېره مهمه خبره وکړه، چې تر ننه مې هم په ياد دي. هغه اوویل چې هغه مشر اوویل چې اسد جي درز خو شوې دې.
اسد عمر په خپلو خبرو کې د ګوند د مشر د نوم له يادولو ډډه وکړه، خو کوربه د جي کلمې ته وويل، چې يقيناً هغه کس به شاه محمود قريشي وي، ځکه هغه څوک دی، چې د (چجي) کلمه کاروي. په دې اسد عمر اوویل چې نا عمران خان هم د جي ټکې کاروی خو هغه مشر عمران خان نه وو چې وې ویل چې درز(پښتو کښې درز هغه سوري یا کرک ته وایی چې په دوال کښې وشي) شوې دې.

Leave a reply