عمران خان دې د پاکستان په ضد بیان لپاره معافي اوغواړي : د پیپلز ګوند مشرانو غوښتنه

0
205

باغی ټي وي رپورټ
پيپلز ګوند د پاکستان د دريو برخو کولو په اړه د عمران خان د بيان پرضد په ټول ملک کې د احتجاج کولو پرېکړه کړې ده.

د پيپلز پارټۍ مشر سليم مانډوي والا لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شوي دي چې اصف علي زرداري د عمران خان له لوري د پاکستان ضد بيان په غبرګون کښې د احتجاج کولو لارښوونه کړي ده چې پکښې به ډير زر په ټول ملک کښې د احتجاج تګلاره حتمي شي۔

سليم مانډوي والا وويل د عمران خان د ملک په ضد د بيان مسله به په پارليمنټ کې هم پورته کوي.هغه زیاته کړه چې پي ټي آی چې بهرنۍ مرستې ترلاسه کوي باید د پاکستان ضد بیان له امله عمران خان د پاکستان اولس څخه بخښنه اوغواړي.
د یادونې ده چې پرون رسنیو سره په خبرو کښې د پي ټي ایی چیرمین عمران خان ویلي وو چې که اسټبلشمنټ سمې فیصلې و نه کړي نو پاکستان به ټکړې ټکړې شي چې په غبرګون کښې د پیپلز ګوند مشر او پخوانۍ اولس مشر آصف زرداری دا بیان په سختو ټکو کښې غندلې او د خپل ګوند ټولو کارکوونکو او مشرانو ته ی لارښوونه کړې ده چې به ټول هیواد کښې دې د عمران خان د پاکستان په ضد دې بیان په ضد بهر را اووځي او په احتجاجونو دې لاس پورې کړي.

Leave a reply