وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان بیان ته سخت غبرګون ښودلې دې

0
148

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په بيان سخت غبرګون ښودلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د عمران خان څرګندونې غندلې او ویلي یې دي چې زه همدا اوس په ترکیه کې تړونونه کوم او عمران نیازی د هېواد پر وړاندې ښکاره ګواښونه کوي.
ده ووئيل كه د عمران خان د عوامي عهدې نه نااهله كولو لپاره كوم ثبوت ته اړتيا وي نو د هغه وروستۍ مرکه ددې لپاره بس ده.
وزیراعظم پاکستان اوویل چې عمران خان دې خپل سیاست کوي خو د پاکستان د ویشلو او تقسیمول خبرې دې نه کوي.
د عمران خان د ملک تقسیم په اړه وزیراعظم شهباز شریف ټویټ کړې دې او د عمران خان بیان ی غندنه کړې دې.

تيره ورځ يو شخصي ټي وي چينل ته په مرکه کښې عمران خان وئيلي وو چې که اسټيبلشمنټ سمې فيصلې ونه کړې نو پوځ به تباه شي او ملک به په دريو برخو وويشل شي.

د عمران خان مرکې ته په غبرګون کې پخواني ولسمشر اصف علي زرداري ویلي وو چې هېڅ پاکستانی د دې هېواد د بېلولو خبرې نه شي کولی.
پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د پي ډي ایم وياند د پي ټي آئي د مشر بيان په کلکه غندلی او د عمران خان بيان يې د قام پرستۍ په معنا بللی دی.

Leave a reply