پیښور هایی کورټ د عمران خان ضمانت منظور کړې دې

0
185

باغی ټي وي رپورټ
پيښور هائي کورټ د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان د راهدارۍ ضمانت منظور کړے دے۔

د پیښور یو خبریال مطابق عمران خان عمران خان د راهدارۍ ضمانت لپاره پيښور هائي کورټ کښې درخواست جمع کړے وو، دې لپاره عمران خان پخپله عدالت ته لاړو۔

د پخواني وزیراعظم عمران خان د ټرانزیټ ضمانت درخواست د سمدستي اورېدنې لپاره منظور کړی شو.

د پېښور هائي کورټ چيف جسټس جسټس قيصر رشيد د عمران خان د درخواست اورېدنه وکړه چې پکښې پخوانې وزيراعظم عدالت ته وړاندې شو۔

د عمران خان په راتګ سره د محکمې دروازه تړل شوې وه او د رسنیو استازو ته هم محکمې ته د ورتګ مخه نیول شوې وه.

وروسته پيښور هائي کورټ د عمران خان د دريو هفتو لپاره عبوري ضمانت منظور کړے او ورته ئي د پنځوس زره روپو ضمانتي مچلکو جمع کولو حکم ورکړے دے۔

Leave a reply