په امریکا کې بیا هم وسله وال برید شوی دی

په امریکا کې بیا هم وسله وال برید شوی دی

په وروستیو کې په امریکا کې وسله وال بریدونه ډېر شوي دي چې سخت غبرګونونه یې پارولي دي. ولسمشر بایډن وایي چې د خلکو د امنیت لپاره باید د وسلو د ازادۍ پر تګلاره کتنه وشي.

 

(2022 / 6 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په امریکا کې بیا هم وسله وال برید شوی دی. د راپورونو له مخې د امریکا په اوکلاهاما ایالت کې یوه وسله وال کس پر خلکو ډزې کړې دي چې څلور ملکیان یې وژلي دي.

ځایي پولیس وایي چې په ځوابي برید کې وسله وال هم وژل شوی چې ورسره ددې پېښې قربانیان پنځو ته رسېږي.

امنیتي سرچینې وایي د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

په وروستیو کې په امریکا کې وسله وال بریدونه ډېر شوي دي چې سخت غبرګونونه یې پارولي دي. ولسمشر بایډن وایي چې د خلکو د امنیت لپاره باید د وسلو د ازادۍ پر تګلاره کتنه وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *