پاکستان او برېټانیا د افغانستان له ثبات سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی

0
160

پاکستان او برېټانیا د افغانستان له ثبات سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی

په دې مکالمه کې پاکستاني لوري ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له سرپرست حکومت سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي او تر څنګ یې دې هڅه وکړي چې په دغه هېواد کې اقتصادي بحران کابو کړي.

 

(2022 / 6 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان او برېټانیا د افغانستان له ثبات سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر د برېټانیا له لومړي وزیر سره په ټلیفوني مکالمه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او افغانستان خبرې کړې دي.

په دې مکالمه کې پاکستاني لوري ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له سرپرست حکومت سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي او تر څنګ یې دې هڅه وکړي چې په دغه هېواد کې اقتصادي بحران کابو کړي.

پاکستاني لوري دغه راز ویلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده کړل شي څو دلته بشري او اقتصادي ناورین تر دې ډېر پراخ نه شي.

برېټانیا هم ویلي چې دوی په افغانستان کې دایمي ثبات غواړي او تمه لري چې وکړی شي خپلې بشري مرستې پراخې کړي.

Leave a reply