ایران بیا هم سلګونه افغانان د ثبت په پلمه نیولي دي

ایران بیا هم سلګونه افغانان د ثبت په پلمه نیولي دي
په وروستیو میاشتو کې له ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پراخه شوې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال بېرته له ایران ایستل کېږي. داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي په څو میاشتو کې ایران څه کم څلور سووه زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.
(2022 / 6 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران بیا هم سلګونه افغانان د ثبت په پلمه نیولي دي. رسنۍ وایي چې ایران د کډوالو د ثبت په پلمه د افغانانو د نیولو لړۍ ته ادامه ورکړې ده او هره ورځ سلګونه افغانان له خپلې خاورې وباسي.
سرچینې وایي چې پرون هم لسګونه افغان کډوال چې د ثبت لپاره ایراني اداراتو ته تللي وو، د ایراني حکومت له لوري نیول شوي او بېرته افغانستان ته لېږدول کېږي.
په وروستیو میاشتو کې له ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پراخه شوې ده او هره ورځ زرګونه افغان کډوال بېرته له ایران ایستل کېږي.
داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکي په څو میاشتو کې ایران څه کم څلور سووه زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.






