د پیپلز پارټۍ مشران او نور کارکوونکي دې د عمران خان د ملک ویشلو بیان په ضد احتجاجونه وکړي: آصف زرداري

0
85

باغی ټي وي رپورټ
پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د عمران خان څرګندونې غندلې او ویلي یې دي چې هېڅ پاکستانی د دې هېواد د بېلولو خبرې نه شي کولی.

اصف زرداري په خپله وینا کې ویلي چې دا ژبه د یوه پاکستاني نه بلکې د مودي ژبه ده،
هغه اوویل چې په نړۍ کې هر څه واک نه دی، زړور اوسئ او په خپلو پښو ودریږئ او سیاست وکړئ.

هغه وویل چې د هیواد په دریو برخو ویشل زمونږ او زمونږ د اولادونو په وخت امکان نه لري چې مخې ته راشي ، آصف زرداري اوویل چې پاکستان به تر قیامته پورې آباد او ودان وي.
بلخوا اصف زرداري پيپلز پارټۍ مشرانو او ټولو کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې د عمران خان د پاکستان په ضد ناوړه بيان په ضد په سړکونو احتجاج وکړي.

ياده دې وي چې پخواني وزيراعظم عمران خان تيره ورځ يو شخصي ټي وي سره په مرکه کې وئيلي وؤ چې که اسټيبلشمنٹ سمې فيصلې ونکړې نو پوځ به تباه شي او پاکستان به په دريو برخو وويشل شي.

Leave a reply