یو ذهني ناروغ سړې د هیواد د تقسیمولو خبرې کوي: طلال چوهدري
باغی ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر طلال چوهدري د عمران خان پر هغه بیان چې هېواد یې په درېیو برخو ویشلی د غبرګون ښودلو په ترڅ کې ویلي چې یوازې یو ذهني ناروغ او مایوسه سړی داسې خبرې کولی شي.
طلال چوهدري په خپل یو بیان کې ویلي چې دا سړی وايي چې په ملک اټم بم وغورځوئ، خبره نه ده، ده به ویل چې که زه واک ته لاړ نه شم نو سول نافرماني به وکړم، هغه وایی چې د هنډي په ذریعه پیسې راولېږه او وایی چې اور ولګوې.
هغه وويل عمران خان وايي چې پاکستان دې بند شي، د چا ډوډۍ دې لاړه شي، روزي دې لاړه شي، نه پاکستان دې لاړ شي، ځکه چې هغه په واک کې نه دی، هغه اوویل چې وس وخت راغلې دې چې د داسې ناروغ سړي په ضد کاروایی وشي.
بلخوا د مسلم ليګ ن مشر سناتور اصف کرماني ويلي، چې عمران خان له پاکستانه د واک د لاسه ورکولو غچ اختسل غواړي.
ده ووئيل د 220 ميليونه ولس او د پاكستان پوځ د پاكستان ساتونكي دي، ستره محكمه دې د عمران خان د پاكستان ضد بياناتو نوټس واخلي۔
ياده دې وي چې پخواني وزيراعظم عمران خان تيره ورځ يو شخصي ټي وي سره په مرکه کې وئيلي وؤ چې که اسټيبلشمنٹ سمې فيصلې ونکړې نو پوځ به تباه شي او پاکستان به په دريو برخو کښې اوویشل شي.
عمران خان وویل، دا په اصل کې د پاکستان ستونزه ده، دا د اسټیبلشمنٹ ستونزه ده، خان اوویل چې که اسټیبلشمنٹ سمې پریکړې ونه کړي نو زه تاسو ته لیکلی درکوم چې دوی به هم له منځه لاړ شي او پوځ به لومړی له منځه یوسي او د هیواد به دیوالیه شي.
عمران خان د انټریو په مهال اوویل چې که دغه کسان له واکه لرې نه کړل شي نو ددغه هيواد ایټمي اثاثو ته به هم زیان ورسي اؤ که سمې پريکړې ونۀ شوې نو پاکستان به په دريو برخو وويشل شي.