کابل ته تللې د قبایلي مشرانو ۵۰ کسیزه جرګه څه غوښتنې لري؟
باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو لپاره ۵۰ کسیزه قبایلي جرګه کابل ته تللې ده. د قبایلي سیمې یو مشره ددې جرګې په اړه مهمې څرګندونې کړي دي.
په دې جرګه کې د ټولو قبایلي ضلعو مشران ګډون لري. په جرګه کې د کرمې ضلعې مفتي نور بادشاه حیدري، د خېبرپښتونخوا پخوانی ګورنر انجینر شوکت الله خان د باجوړ نه پخوانی ایم این اے سید اخندزاده چټان، ضلع خیبر څخه پخواني د قامي اسمبلۍ غړې شاه جي ګل اپریدې، لنډیکوتل یو قبایلي مشر عبدالرزاق اپریدې، د وزیرستان پخوانی سناتور مولانا صالح شاه، ملک نصرالله او یو شمیر نور مخور مشران برخه لري.
ددې جرګې د غړیو پرته د ضلع خیبر سیمې یو مشر چې نه ی غوښتل نامه ی واخستل شي رسنیو ته اوویل چې دا یوه سیاسي کچ جرګه ده او د ټي ټي پي څخه به دا غوښته وکړي چې دوی دې د قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا سیمو کښې د ورګډولو په ضد غوښتنه نه کوي، مشر اوویل چې ددې جرګه مشرانو به دا د ټي ټي ټي پی وړاندې دا دریځ وي چې د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا کښې شاملولو دوی ته منظور دي او نه غواړي چې دا سیمې دې یو ځل بیا ځان له جلا کړې شي.