د پي ټي آیی حکومت په ارزانه ایل این جی اخستو کښې پاتې راغلې وو: حکومتي سرچینې

0
219

باغی ټي وي رپورټ
د انرژۍ په وزارت کې سرچینې وايي چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) حکومت د ارزانه ایل این جی په اړه موافقې ته په رسیدو کې پاتې راغلی وو.

دسرچينو ترمخه د٢٠٢٠م تر نيمايي پورې به د ايل اين جي نرخونه د٣ؤ څخه تر ٥ؤ ډالرو پورې راښکته شوې وو خو دپي ټي ائي حکومت د اوږدې مودې راهسې د ايل اين جي په اړه معاهده کولو کښې نۀ دى بريالى شوى.

د حکومتي سرچينو له مخې تېر حکومت د ارزانه ايل اين جي پېرودلو موقع ضايع کړې وه، که د پي ټي ائي حکومت د ارزانه ايل اين جي پېرلو معاهدې کړې وې نو نن به د بجلۍ بلونه کم شوي وو.

د یادونې ده چې د تیلو د قیمت زیاتولو پس حکومت د بریښنا قیمت هم زیات کړې دې.
سرچينې زياته کړه چې د پخوانۍ مسلم ليگ (ن) په حکومت کې د اوږدې مودې د ايل اين جي قراردادونه لاسليک شوي وو، د ايل اين جي د اسپاټ پرچه 9.44 ډالر واخستل شوه او په دې وروستيو مياشتو کې د LNG د اسپاټ قيمت 38.38 MMBTU ته پورته شوې دې.
د حکومتي سرچينو له مخې د پي ټي ائي حکومت د ايل اين جي د پيرودنې په اړه پر وخت فيصلې نه دي کړي، مسلم ليګ (ن) د بجلۍ سيکټور ته د 1152 اربه روپو ګردشي قرضه پریښودې وهپه داسې حال کې چې د پي ټي ائي حکومت ګردشي قرضه ۱۱۴ فيصده زياتوالى سره ۲۴۶۷ ملیارده روپو ته رسيدلې ده.

Leave a reply