WFP: پۀ درې ولایتوتو کې مو لۀ یو میلیون ډیرو کسانو سره مرستې کړې دي

WFP: پۀ درې ولایتوتو کې مو لۀ یو میلیون ډیرو کسانو سره مرستې کړې دي
باغي ټي وي
ريپوټ:
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په روان میلادي کال کې یې له میلیون افغانانو سره مرستې کړې دي.
دغه پروګرام پر خپلو وروستیو ټویټونو کې ویلي، چې په روان میلادي کال کې یې له شاوخوا یو میلیون بېوزلو افغانانو سره مرستې کړې دي.
د دوی په وینا، دا مرستې د افغانستان په دریو ولایتونو کې شوي، چې شمېر یې زرګونه کورنیو ته رسېږي.
دې پروګرام ویلي، چې دا مرستې د وردګ، ارزګان او سمنګان ولایتونو کې شوي، چې ډېره برخه یې په وردګ ولایت کې شوې ده.
ویل کېږي، یوازې په وردګ ولایت کې دا مرستې له پنځه لکه ټنه اوښتې دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو موسسې تازه خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې نژدې نولس میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ کېږي.
دوی ویلي، چې د لوږو دا څپه به سږ کال د لړم تر میاشتې پر افغانستان خوره شي.






