که عمران خان ونیول شی نو حکومت به سختو پایلو سره مخامخ شي: پرویز الهی
باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پرويز الاهي حکومت ته خبرداری ورکړی چې د پي ټي ايي د مشر عمران خان د نيولو په صورت کې به له سختو پايلو سره مخامخ شي.
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک سره په خبرو کې پرويز الاهي وويل د عمران خان په نيولو سره به حکومت خپل قبر پخپله ځان لپاره وکني او مرګ ته به بلنه ورکړي.
ده ووئيل چې د آئي جي او چيف سيكرټري په ضد به كاروائي كولې شي ځكه چې پوليس د لانګ مارچ په ګډون والو ډزې كړې وې او دوی د پوليس په اجازت سره ګرفتار كړې شوي دی.
د یادونې ده چې په ټولنیزو رسنیو داسې بحثونه روان دي چې عمران خان اسلام آباد ته نه شي تللې او د زنداني کیدو له ډار څخه په پیښور کښې دیره شوي دي.
دا خبره هم مهمه ده چې پاکستان اولس او په میډیا کښې بیلا بیل خبریالان او عام خلق په عمران خان نیوکې کوي چې عمران خان د خیبرپښتونخوا وسایل لکه هیلي کاپټر د خپلو ذاتي غونډو لپاره کاروی او دا کار ی غیرقانوني او نامناسب دې.